د بریتانیا پارلمان پرون په غوڅ اکثریت فلسطیني دولت په رسمیت وپیژانده

اسراییل وایي، د بریتانیا د پارلمان له لوري په سمبولیک ډول د فلسطیني دولت لپاره رایي ورکولو، دا ګواښ رامنځته کړی دی چې د منځني ختیځ د سولې بهیر ترسوال لاندې راشي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې وویل، تر وخت مخکې د نړېوالو له لوري د دې دولت په رسیمت پیژندل فلسطیني مشرانو ته یو مشکل پیغام لیږدوي چې ممکن هغه سختې پریکړې ونه کړي چې دواړو لوریو ته پکار دي، نو په حقیقت کې د رښتونې سولې چانسونه ورسره کمزورې کیږي.

د بریتانیا پارلمان پرون په غوڅ اکثریت فلسطیني دولت په رسمیت وپیژانده چې دا پریکړه الزامي نه ده، خو ښایي له دې سره د دولت په تګلاره کې بدلون رانه شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو پخواني وزیرجک سټرا چې اوس د پارلمان غړی دی، تر رایي ورکولو مخکې وویل:

″یوازینی شی چې، زما په فکر د اسراییل حکومت یې د صدراعظم نتنیاهو تر واک لاندې درک کولی شي، هغه فشار دی، دا هغه څه دي چې دا پارلمان به یې دغه ماښام وکړي او د اسراییل پرحکومت به فشار زیات کړي. له دې کبله دوی د دې پریکړې منلو ته اندیښمن دي.″

د فلسطین د ازادي بخښونکي غورځنګ د اجراییوي کمیټې غړې حنان عشراوي وویل، چې د بریتانیا په پارلمان کې دغه رایي اچونه یوه اصولي پریکړه وه او د عدالت او سولې لورته یو مهم ګام و، چې واخستل شو.