غور: په شهرک ولسوالۍ کې غیرمسوله وسله والو پر دو کلیو حمله کړې

د غورچارواکي وایي، چې د دې ولایت په شهرک ولسوالۍ کې غیرمسوله وسله والو پر دو کلیو حمله کړې، چې شااوخوا شپیته کورونه یې سوځولي او د کورونو شتمنۍ او څاروي یې له ځان سره بیولي دي.

د شهرک ولسوال شاه پسند پهلوي نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه حمله پرون شوې، چې له امله یې د دې کلیو ګڼې کورنۍ بې ځایه شوي دي.

نوموړي ونه ویل، چې د دې حملې انګیزه څه ده، خو زیاته کړه، چې حمله کوونکي د دووغیر مسوله قومندانانو حاجي غفور او ملا مصطفی ملګري دي.

په سیمه کې زموږخبریال د ځايي چارواکو په حواله وايي چې؛ دغه کورونه وسله والو د حکومت سره د ملاتړ له امله سوځولي دي.