د اوکراین پوځ وايې، د دې هېواد په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو د ملاتړ لپاره د جنګیدونکو روسيي سرتیرو شمېر کم شوی دی.
د اوکراین د پوځ یوه ویاند اندري لیسینکو تیره ورځ په کیف کې وویل، هغه روسي پوځیان چې په اوکراین کې وو، بیرته په روسیه کې خپلو اډو ته ستنیږي.
روسيي دا رد کړې ده، چې ګواکې د اوکراین په ختیځ کې سرتیري لري او یا دغلته د بیلتون غوښتونکو وسله والو ملاتړ کوي.
خو د اوکراین د پوځ ویاند بیا وايي چې؛ اوس هم له هغو پولو چې د بیلتون غوښتونکو په کنترول کې دي، وسله وال د اوکراین خاورې ته داخلیږي.