صدیقي: په کابل ښارکې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې دوه ملکیان ټپیان شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښارکې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې دوه ملکیان ټپیان شوي دي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیوته وویل چې، دغه چاودنه نن سهار ۷ بجې او۴۰ دقیقې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې؛ چسپکي ماین په یوه کرولا ډوله موټر پورې نښلول شوی وو.

تیره ورځ هم په کابل ښارکې په یوې انتحاري حملې او د یوه لاسي بم په چاودنه کې یو ملکي وګړی ووژل شو او شاوخوا شل تنه ټپیان شوي وو.