اشرف غني د ویډیویي کنفرانس له لارې د خوست له یو شمېرقومي مشرانو سره خبرې وکړې

جمهوررئیس اشرف غني احمدزي د افغانستان د بېلابېلو سیمو له خلکو سره د کتنو په لړکې پرون د ویډیویي کنفرانس له لارې د خوست ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره خبرې وکړې.

په دې ویدیویي خبرو کې د خوست والي عبدالجبار نعیمي په دې ولایت کې د پراختیایي پروژو، د ځمکو د غصب، د امنیت د ټینګښت، وزیرستاني کډوالو، په ښوونځیو او شیخ زاهد پوهنتون کې د تعلیمي سویي د پورته کولو په اړه بحث وکړ.

له ښاغلي احمدزي سره په دې ویدیویي بحث کې د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن، د مالیې، لوړو زده کړو او اوبو او برښنا وزارتونو استازي هم حاضر وو، ترڅو د خوست د خلکو ستونزې واوري او د حل لارې چارې یي وسنجوي.