ولسمشر غني: له بهر سره د بندیانو غیر قانوني تماسونه باید بند شي

د افغانستان جمهوررئیس ښاغلی اشرف غني احمدزی وایي، له بهر سره د بندیانو غیر قانوني تماسونه باید بند شي.

جمهور رئیس احمدزي دا خبره پرون د هرات ولایت زندان ته د استول شوي هیئت د راپور له اوریدو وروسته وکړه.

د جمهوري ریاست دفترپه یوې اعلامیه کې د ښاغلې احمدزي له خولې ویلي، د افغانستان زندانونه باید په جنایي او تروریستي مرکزونو بدل نه شي.

ښاغلي احمدزې چې له دې مخکې یي په کابل کې د پلچرخي زندان څخه لیدنه کړې وه، وایي چې نه یوازې د هرات ولایت د زندان بلکه د افغانستان د ټولو زندانونو وضعه به وڅیړي.