هانګ کانګ: د مظاهره کوونکو له خوا په جوړو شویو موانعو حملې شوي

یوشمېرکسانو چې ماسکونه یې اغوستي وو، نن په هانګ کانګ کې د ډيموکراسۍ پلویانو مظاهره کونکو له خوا په جوړو شویو موانعو حملې کړې دي.

نن هم سل ګونکو کسان د هغو موانعو شاوخوا راغونډ شوي وو، چې له تیرو دریو اونیو راهیسې د ډیموکراسۍ غوښتونکو مظاهره کونکو هانګ کانګ په یوه مرکزي، تجارتي ځای کې جوړ کړي دي.

رپوټونه وايي، په ماسکونو کې خلکو د [لارې پرانیزۍ] نارې وهلې او له مظاهره کونکو سره نښتې کړې دي.

که څه هم د هانګ کانګ پولیسو د نښتو د کنټرول هڅې کړې خو رپوټونه وايي چې بیا هم یو شمېرموانع لرې شوي دي.

مظاهره کوونکي چې اکثر زده کونکي دي، د سپټمبر له میاشتې راهیسې مظاهرې کوي او د پيکنګ د دې پریکړې بدلیدل غواړي چې وايي په هانګ کې د لوړو اداري پوستونو لپاره په انتخاباتو کې ټول کاندیدان باید د چین له خوا د ګومارل شوې کمیټې تایید ترلاسه کړي.

په هانګ کانګ کې په ۲۰۱۷ [میلادي] کال کې د ښاروالۍ انتخابات دي او دا به اول وار وي چې د هانګ کانګ خلک به د ټاکنو له لارې د ښاروال او نورو اداري لوړو پوستونو لپاره استازي ټاکي.