کابل: په انتحاري برید کې ۱ ملکي وژل شوی او ۳ امریکايان ټپیان دي

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل امنیې قومندانۍ وایي، چې د قابل بای د سیمې په نننۍ انتحاري حمله کې درې امریکایان ټپيان شوي او یو ملکی وګړی وژل شوی دی. د امنیې قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو رییس جنرال فرید افضلي د پیښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل؛ چې حمله د یوه موټر په وسیله شوې، چې له چاودیدونکو موادو ډک و.