عبدالله عبدالله: د وزیرانو سرپرستي په دولتي ادارو کې د کارونو د دریدو په معنی نه دی

د ملي وحدت حکومت اجرایوي رییس وايې چې؛ د وزیرانو سرپرستي په دولتي ادارو کې د کارونو د دریدو او ځنډیدو په معنی نه دی.

عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په لومړنۍ غونډه کې سرپرستو وزیرانو ته په خطاب کې وویل ترهغې چې لازمه وې خپلې دندې باید په تعهد او صداقت مخې ته بوځي:

″دا چې تاسي په خپلو مربوطو وزارتونو کې سرپرست یاست، دا په دې معنی نه دی چې کارونه باید وځنډيږي، ترهغې چې مسوولیت لری انشاه الله په پوره ژمنې او صداقت سره به خپلې دندې ترسره کوئ.″

ښاغلي عبدالله له سرپرستو وزیرانو وغوښتل، چې د راتلونکې اونۍ په غونډه کې باید د هغو کارونو راپور د وزیرانو شورا ته ورکړل شي، چې دوی ته لومړیتوب لري.

د نوي حکومت له پیله وروسته د نوي کابینې تر جوړیدو پوري به ټول وزیران د سرپرست په ډول کار وکړي.