ملت پالو د بوسنیا د جمهوري ریاست درې ګوندیزې چوکۍ ته زیاتې رایې ګټلې

داسې څرګندیږي چې ملت پالو د بوسنیا د جمهوري ریاست درې ګوندیزې چوکۍ ته په پرونیو ټاکنو کې زیاتې رایې ګټلې دي.

د انتخاباتو چارواکو نن وختي وویل چې؛ باقرعزتبیګویڅ، درګان کوویڅ، او زلیخا څویانویڅ د جمهوري ریاست لپاره مخکښ دی چې د مسلمانو بوسنیایانو، کرواتو او سربانو استازیتوب کوي.

عزتبیګویڅ د خپلې انتخاباتې مبارزې پرمهال د یو پیاوړي او متحد دولت په جوړولو ټینګار کاوو.

درګان کویڅ په بوسنیا کې د کرواتې ادارې پرجوړولو او زلیخا څویانویڅ د هغه سربي بلاک غړې ده چې بوسنیا د تجزې او منحل کېدو پلوي کوي.

په بوسنیا کې د انتخاباتو د کمیسون مشر ویلي چې، د مخکښکو کاندیدانو په اړه دا وړاندوینه د لږترلږه شپږاویا نیم فیصده شمېرل شویو راییو پر اساس شوی ده.

په بوسنیا کې د راییو ورکولو په شرایطو د برابرو خلکو نیمايي چې درې اعشاریه درې میلیونه کېږي، رایې ورکړې دي.