د کونړ په سرکاڼو کې یوه ځوانه ښځه د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوې

د کونړ امنیتي چارواکي وايې چې په سرکاڼو ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوې.

د دې ولایت د امنیې قومندان عبدالحبیب سید خیل ازادۍ راډيوته وویل چې تیره شپه وسله والو طالبانو دا ښځه په دې تور وژلې چې ګني امریکایانو او افغان حکومت ته یې جاسوسي کوله.

خو د دې ښځې کورنۍ ازادي راډيو ته ویلي چې دا ښځه بي ګناه وه او هیچ چاسره اړیکې نه درلودې.

د دې میرمني کورنۍ وايې چې وسله والو طالبانو څلور ورځې وړاندې د دې ښځې خاوند هم نامعلوم لوري ته بیولی دی.

خو تراوسه وسله والو طالبانو پدې اړه څه ندي ویلي.