مشرانو جرګه: امریکا باید د پاکستان د راکټي حمله مخه ونیسي

د مشرانو جرګې غړي وايي چې؛ د پاکستان د راکټي حملو او د افغانستان په ځینو سیمو کې د طالبانو د بیرغونو د اوچتېدو په هکله له ولسمشر سره مخامخ خبرې کوي.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي د پاکستان د راکټي حملو پر وړاندې د امریکا پر چوپه خوله پاتې کیدل انتقاد کوي او وايي چې، متحده ایالات باید د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په چوکاټ کې د دې حملو مخه ونیسي.

د مشرانو جرګې غړي وایي؛ که امریکا د افغانستان پرختیځو ولایتونو د پاکستاني ځواکونو د حملو مخه ونه نیسي؛ نود دې هیواد خلکو ته به له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون د منلو وړ نه وي.

دوی وايي چې، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په یوه برخه کې راغلي چې؛ د افغانستان پرخاورې د حملې په صورت کې امریکا باید له دې هیواد څخه دفاع وکړي.

د مشرانو جرګې دویم مرستیال رفیع الله ګل افغان چې د یکشنبې په ورځ یې د دې جرګې د غونډې مشري هم کوله په دې اړه وویل:

"نن ورځ زموږ هوايي ځواک په ټولیز ډول له کار څخه لویدلی؛ بدبختانه باید ووایم چې، له امریکا سره د امنیتي تړون وروسته بیا هم د پاکستاني ځواکونو حملې زیاتې شوې دي؛ او د طالبانو تلاشي هم دوام لري، د مشرانو جرګې دارلانشاه ته دنده سپارو چې؛ جمهور رییس په دې اړه مخامخ پوښتنه وکړو."

دا خبرې وروسته له هغې مطرح کیږي چې؛ د یکشنبې په شپه بیا د پاکستان له خاوري د کونړ پر دانګام ولسوالۍ لسګونه توغندي ویشتل شوې دي.

افغان چارواکي وايي چې، د روان کال له پیل څخه تراوسه د پاکستان له خوا له شپږ زرو څخه ډير توغندي د افغانستان پرختیځو ولایتونو لګیدلي چې؛ لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

افغان حکومت په دې هیواد کې له میشتو نړیوالو ځواکونو نه په کراتو غوښتنه کړې چې؛ د پاکستان د راکټی حملو مخه ونیسي؛ خو بهرنیو ځواکونو دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړیو که څه هم د ولسمشر اشرف غني احمدزي تازه اقدامات ستایلي؛ خو وايي چې، د پاکستان پر وړاندې هم باید خپل سیاست مشخص کړي.

دغو سناتورانو همدارنګه انديښنه څرګنده کړه چې؛ د کابل او واشنګټن ترمنځ له امنیتي او دفاعي تړون وروسته په هیواد کې انتحاري او راکټي حملې زیاتې شوې دي.

د مشرانو جرګې غړیو هدایت الله رهايي او بلقیس روشن په دې اړه وویل:

"۱- له امریکا سره د امنیتي توافق وروسته انتحاري حملې او د پاکستاني پوځ له خوا راکټي توغندي د افغانستان په ختیځ کې زیات شوي دي؛ افغان حکومت باید دپاکستان پر وړانډې خپل سیاست څرګند کړي.

۲- موږ واقعاً د دې توافق له امله د افغانستان خلکو ته تسلیت وایو؛ دا زموږ په مخ کې یوه درنه څپیړه وه."

که څه هم افغان ولسمشر او یو شمیر افغان څيړونکي د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره ګټور بولي؛ خو ټينګار کوي چې، امریکا باید په خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

څيړونکي وايي چې، امریکا باید د امنیتي او دفاعي سند د موادو پر اساس پرافغانستان د نورو هیوادونو د حملو مخه ونیسي او د دې هېواد د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.

راپور: ناجیه ساپۍ