د سیاسي او حقوقي چارو یو شمیر کار پوهان د نوي حکومت له هغه اقدام څخه هرکلی کوي چې؛ د نوې کابینې له جوړېدو مخکې به ادارې او وزارتونه ارزیابي کړي او د تشکیلاتي تورم مخنیوی کوي.
په حقوقي چارو کې د ولسمشر احمدزي سلاکار عبدالعلي محمدي له آزادی راډيو سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي چې؛ نوي افغان حکومت د موازي وزارتونو او ادارو د ګډولو او منحل کولو لپاره هڅې تیزې کړي دي.
د ازادي راډيو خبریالې د حقوقي او سیاسي چارو له کار پوه احسان الله حکمت سره مرکه کړې او په سر کې ترې د افغان حکومت د نوي اقدام په اړه پوښتلې دي.
Your browser doesn’t support HTML5