د پاکستان له خوا د کونړ پر دانګام ۷۵ توغندي ویشتل شوي دي

چارواکي وايي، چې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې پر کونړ ولایت یو ځل بیا ۷۵ توغندي توغول شوي دي.

د دې ولایت امنیه قومندان عبدلحبیب سیدخیل آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې دغه توغندي تیره شپه پر دانګام ولسوالۍ باندې توغول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې یاد توغندي په شاړو ځمکو کې لګېدلي او چاته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

تیره ورځ هم د افغانستان دکورنیو چارو وزارت پر کونړ ولایت د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د پاکستاني ملیشو بریدونه یو غیر قانوني کار وباله او له نړیوالي ټولنې یې وغوښتل چې؛ د خپل موقف څخه په کار اخستلو پر پاکستان فشار راوړي تر څو دغه بریدونه ودروي.