ایراني رسنۍ: په سوریه کې ۵ وژل شوي افغانان په قُم کې خاورو ته سپارل شوي

ایراني رسنۍ وايي، پنځه تنه افغانان چې په سوریه کې وژل شوي وو؛ قُم کې خاورو ته سپارل شوي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا په حواله خبر ورکړی چې؛ دا پنځه تنه د اسلامي دولت د وسله والې ډلې ”داعش“ خلاف جګړه کې وژل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې؛ د پنځو واړو مړي په قم کې خاورو ته سپارل شوي.

دا چې دا افغانان له کومه ځایه د چا له خوا سوریې ته استول شوي وو؛ په دې اړه د ایرنا په خبر کې نور جزییات نه دي ورکړل شوې. دا هم نه ده څرګنده چې، دا پنځه تنه د سوریې په کومه سیمه کې وژل شوي او جسدونه یې د چا له خوا قم ته وړل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې، تر دې مخکې هم د ایران له خوا د سوریې جګړې ته د یو شمیر هغو افغانانو د استولو راپورونه خپاره شول چې؛ په ایران کې مهاجر دي. خو ایراني چارواکو دا راپورونه رد کړي وو.