روس پلوه بېلتون غوښتونکي وايي په ډونیڅک کې ۳ کسه وژل شوي

روسيه پلوه جلاغوښتونکي ادعا کوي چې؛ د ياغيانو تر کنټرول لاندې د اوکراين د ختيځ ښار ډونیڅک په ډزو کې درې کسه وژل شوي دي.

د ډونیڅک د ښاروالۍ د يوې اعلاميې له مخې چې؛ نن خپره شوې ده، پرون په پوځي عملياتو کې په ډونیڅک کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان او روغتون ته وړل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ډونیڅک په کوبيشېف سيمه کې پرون شپه بمباري دوام درلود. راپورونه وايي، ګڼ شمېر کورونه د جګړې له امله زيانمن شوي دي.

په ډونیڅک کې جګړه د هوايي ډګر په شا او خوا کې، چې د حکومت تر کنټرول لاندې دی، متمرکزه ده. دا هوايي ډګر د ښار په شمال ختيځ کې دی.