د بلخ چارواکي وايي د خبریالې پلوشې توخي وژونکی یې نیولی دی.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري آزادي راډیو ته وویل؛ د میرمن توخي وژونکی یې پرون په مزارشریف ښار کې نیولی او اوس وخت ترې پوښتنې روانې دي.
ښاغلي قادري وویل، د نیول شوي د جرمي شریکانو د نیولو هڅې هم روانې دي.
پلوشه توخي چې له لوړو زده کړو وروسته بېرته بلخ ته راستنه شوې وه؛ شاوخوا یوه میاشت مخکې په خپل کور کې د چاړو په واسطه ووژل شوه.