خوست: د شمالي وزیرستان د کډوالو په ماشومانو کې د پولیو ناروغۍ نښې لیدل شوي

له شمالي وزیرستانه خوست ولایت ته په تللو کډوالو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ نښې نښانې لیدل شوي دي.

د خوست د والي ویاند مبارز محمدځدراڼ آزادۍ راډیو ته وویل؛ د پولیو د هغو دریو مواردو په اړه څېړنې پیل شوي؛ چې راپور یې ورکړل شوی دی:

"درې ماشومان چې له کډوالو سره راغلي دي؛ هغوی فکر کوم چې مثبت کېسونه لري. خو تردې مهال دا خبره په رسمي ډول تاییدولای نشم چې څومره به دقیقه وي. په دې برخه کې جدي کار روان دی؛ چې دا څومره واقعیت لري."

د خوست د والي ویاند زیاته کړه چې؛ چارواکو د شمالي وزیرستان د قبایلي سیمې په کډوالو کې د پولیو د مخنیوي لپاره اقدامات کړي او په دې ترڅ کې په خوست کې د مېشتو کډوالو شاوخوا پنځوس زره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شوي دي.

مبارز ځدراڼ زیاته کړه چې؛ د نورو ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره هم لازم اقدامات شوي دي.

د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د وسله والو مخالفینو پرضد د پاکستاني ځواکونو د پوځي عملیاتو له پیل وروسته شاوخوا پنځه ویشت زره کورنۍ څېرمه خوست ولایت ته کډه شوې. د چارواکو په وینا، د دې کډوالو شمېر دوه سوه زره تنو ته رسېږي.