د ارمنستان په مرکز کې زرګونو کسانو د حکومت پرضد مظاهره وکړه

د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې زرګونه کسان پرون د حکومت ضد مظاهرو لپاره پرون واټونو ته راووتل.

اعتراض کوونکو د ولسمشر سېرژسرکیسان د استعفا غوښتنه کوله.

د راپورونو له مخې مظاهره چیانو ویل چې؛ حکومت، د ارمنستان د کمزورې اقتصادي ودې او فساد مسوول دی. دوی سرکیسیان ته له روسیې سره په اقتصادي اتحادیه کې د ګډون د موافقې د لاسلیک له کبله هم په غوسه وو.