له ملاله یوسفزۍ سره مرکه

Your browser doesn’t support HTML5

د جمعې په ورځ د ناروې په مرکز اوسلو کې د ۲۰۱۴ز کال لپاره د نوبل د سولې جایزه ملالې یوسفزۍ او د هند کېلاش ستیارتي ته ورکړل شوه چې په هند کې د بشري حقونو ساتونکی دی. ملالې یوسفزۍ او کېلاش ستیارتي ته به دا انعام چې ۱۲ لکه ډالره دی، د ناورې پلازمېنه اوسلو کې د سږ کال ډیسېمبر میاشتې پر لسمه نېټه ورکول کېږي، چې په دواړو کې به نیم په نیمه وېشل کېږي. له ملالې يوسفزۍ سره د ازادۍ راډيو د مشال څانګې خبريال عبدالحى کاکړ مخکې مرکه کړې وه چې بيا يې خپروو