ننګ اتل د ملګرو ملتونو د ځوانانو د شجاعت جایزه وګټله

تکړه افغان ځوان ننګ اتل سږ کال د ملګرو ملتونو د ځوانانو د شجاعت نړېواله جایزه ګټلې. له ده سره خبرې درته لرو.ورسره مو د جوزجان ولایت د یوه تخنيکي انسټټيوټ د زده کوونکو له نویو اختراعاتو او فعالیتونو خبروو.

ننګ اتل چې د فولبرايټ سکالرشېپ یا بورس په مرسته امریکا ته تللی او هلته د بشري منابعو (بشري سرچینو) په برخه کې د ماسټري دوره لا پای ته نده رسولې، سږ کال یې د ملګرو ملتونو د ځوانانو د شجاعت نړېواله جایزه وګټله، دا جایزه تېر کال ملالۍ یوسفزۍ هم ګټلې وه. اتل د دې جایزې په اړه وايي چې دا جایزه د نړۍ د مختلفو هیوادونو هغو ځوانانو ته ورکول کیږي چې د ماشومانو خصوصاً د نجونو د ښوونې او روزنې په برخه کې یې هڅې کړي وي.

اتل وايي چې دا جایزې د نړۍ مختلفو هېوادونو پنځو ځوانانو ته ورکړل شوې او زه هغه لومړنی افغان ځوان یم چې د ملګرو ملتونو د شجاعت نړېوله جایزه تر لاسه کوم. ما ویل دا جایزه کومو ځوانانو ته ورکول کیږي او ته یې ولې وټاکلې؟ نو ننګ اتل وویل چې له ۲۰۰۲ کال راوروسته یې د وردګ په چک کې پخپل کور کې د خپلې مور په مرسته د نجونو ښوونځی جوړ کړ او ده نجونو ته درس ورکاوه، چې اوس د هغه ښوونځی زیاتره فارغانې نرسانې او یا په نورو مختلفو برخو کې کار کوي. همدغو هڅو ته په کتو هغه ددې جایز وړ کس وبلل شو.

اتل وايي چې په دې جایزه کې مې مور هم راسره شریکه ده، که د هغې هڅې نه وای ښايي دی نن تر دې ځایه نه وای رسېدلی. دی د یو شمېر هغو ځوانانو خبرې بې ځایه بهانې بولي چې وايي باید کار وکړم او درس نشم ویلی. اتل وايي چې زه پخپله یو کلیوال ځوان یم او مشکلات مې ګاللي خو د درس لمنه باید په هيڅ صورت پرې نښودل شي.

زموږ په ټولنه کې د نجونو د زده کړې پر وړاندې منفي تبلغیات او دودونه موږ ځوانان پخپله له منځه وړلی شو، دا خبره هم ننګ اتل کوي او وايي چې زه دلته له امریکا اوس هم له خپلو خویندو سره د انټرنټ له لارې همکاري کوم او غواړم هغوی لوړو ځایونو ته ورسيږي.

تاندې څانګې خپرونه هره شنبې او تکرار یې سه شنبې له ازادي راډيو اوریدلی شئ

تاسې تاندې څانګې په همدې نوم په فیس بک کې هم موندلی شئ

د ازادي راډيو د ویبپاڼې پته ده: www.azadiradio.com

جوزجاني ځوانان هم تر چا کم نه دي!

ننګ اتل پخپله فیس بک پاڼه د همدې جایزې په اړه لیکلي ( د هغې ورځې په هیله چې کلیوال ځوانان د ټوپک ګرځولو پر ځای نړیوال مډالونه په غاړه وګرځوي)

موږ هم په همدې هیله یو.

دا هیله په پوره کیدو ده، د هیواد په ګوټ ګوټ کې ځوانان په مختلفو فعالیتونو بوخت دي او ښې لاس ته راوړنې لري. د جوزجان تخنيکي انسټټيوټ زده کوونکو مختلف اختراعات کړي دي. د دې انسټټيوټ یو تن استاد سیدنثار الدین جمالي د دغه انسټټيوټ د زده کوونکو د فعالیتونو او لاس ته راوړنو په اړه وايي:

(زموږ زده کوونکو ډیر ښه او ګټور اختراعات کړي دي، د بادي بریښنا یوه دستګاه یې جوړه کړې. یوه بل زده کوونکي د کښتيو د توليد شمسي یا د لمر په مرسته چلیدونکې دستګاه جوړه کړې. د خښتو جوړونې یوه دستګاه او په ستندرد ډول یې یوه بله شمسي کښتۍ هم جوړه کړې چې یوازې رنګمالي یې پاتې ده او په راتلوونکي کال کې د یو شمېر نورو اختراعاتو په ګډون په یوه هیلي کاپتر کار روان دی چې فارمول یې جوړ شوی دی).

غلام صدیق چې له نوموړي انسټټيوټه فارغه شوی دی یو داسې هیلي کوپتر جوړ کړی چې د برق په مرسته یې فعالیت کاوه او د هغه وخت د جمهوري ریاست لخوا ډیر وهڅول شو، دی وايي:

(زما له ماشومتوبه له تخنيکي علومو سره مینه وه او غوښتل مې چې په همدې برخه کې کار وکړم او یو څه جوړ کړم. یو برقي هیلي کاپتر مې جوړ کړی و چې د ریموټ په مرسته اداره کېده. د پخواني جمهور ریئس لومړي مرستیال موږ وربللي وو او ډیر یې تشويق کړو).

غلام صديق اوس د یوه بل هیلي کوپتر فارمول بشپړ کړی خو وايي چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې نشي عملي کولی او له دولته پاملرنه او مرسته غواړي، غلام صديق زیاتوي:

(زما ضرورت یوازې اقتصادي مشکلات دي چې باید حل شي. تر اوسه مې له خپله ځانه مصرف کړی دی خو هغه کافي نه و. ما چې په کوم نوي هیلي کاپتر کار کړی او فارمولونه مې یې جوړ کړي او یو څه عملي کار مې هم پرې کړی خو د مالي ستونزو له کبله پرمختګ رانه پاتې دی. له دولته مې غوښتنه دا ده چې موږ ته توجه وکړي او د ځوانانو استعدادونه وروزي).

د جوزجان د تخنيکي انسټټيوټ استاد ید نثارالدین جمالي وايي چې ډیر ځلې يې پخپلو شخصي لګښتونو اختراعات کړي دي او د انسټټيوټ لابراتوار یې کافي وسایل نه لري، دی هم له دولته د دې ستونزې حل غواړي، ښاغلی جمالي وايي:

(موږ ډیر کم امکانات لرو، بس په لابراتوار کې مو چې کوم څه شته ؛ له هماغو کار اخلو. د انسټټيوټ له زده کوونکو رانیولې تر استادانو او ریئسه پورې موږ په ګده همکارۍ کار کوو او پیسې راټولو.هیله من یو چې له موږ سره اړوند ادارې مرسته وکړي. تر اوسه هيڅ کوم ارګان له موږ سره مالي مرسته نده کړې).

قلعه کې لوړ بورجونه مه جوړوه

ځان ته سړک ځان ته ښوونځی جوړ کړه

وچه ډوډۍ وخوره، قلم رواخله

په دې نړۍ کې ځان ته ځان ته ځای جوړ کړه...

د ځوان هنرمند سردار سعید خان په دې سندره کې له نغښتي ښکلي پیغام سره ننۍ تاندې څانګې رانغاړو. که د تاندې څانګې په اړه راسره د خپلو نظرونو شریکول غواړئ نو بریښنالیک پته مو ده:

ShafaqN@rferl.org

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې