افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي وويل؛ په افغانستان کې له امنیت پرته اقتصادي پرمختګ ناشونی دی.
ښاغلي احمدزي دا خبرې په کابل کې د امريکا سفارت له شارژدافیر او د ناټو د ځواکونو له عمومي قومندان سره د لېدو پر مهال وکړې.
له ارګ څخه په یوه اعلامیه کې راغلي چې؛ ولسمشر غني د دغې لیدنې پر مهال د افغانستان د امنیت په ښه کېدو کې د ناټو ځواکونو همغږي اغیزناکه وبلله او پر هغې یې ټینګار وکړ.
په اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر احمدزي پرون له "میکن لي" او جنرال "جان ایف کیمبل" سره د کابل او واشنګټن تر منځ په بیلا بیلو برخو کې د همکاریو د پراختیا؛ د امنیتي وضعیت او هم د افغان او نړیوالو ځواکونو تر منځ د لا ښې همغږۍ په اړه خبرې وکړې.