په جوزجان کې تښتول شوي پاکستاني انجینران بېرته خوشې شول

د سړک جوړوونې د یوه شرکت هغه دوه پاکستاني انجینران چې یوه میاشت وړاندې د جوزجان د مرکز شبرغان ښار پر اړوندو سیمو کې د نامعلومو وسله والو له خوا تښتول شوي وو؛ پرون خوشې شول.

د جوزجان امنیه قومندان فقیر محمد وایي؛ د دغو کسانو په خلاصون کې د سیمي مشرانو او مخورو رول درلود.

"د شبرغان او اندخوی د یو شمیر سپین ږیرو او مشرانو په منځګړیتوب دغه دوه پاکستاني انجنيران خوشې شوي او وروسته معلومه شوه چې؛ تښتونکو له طالبانو سره هیڅ تړاو نه درلود او د انسان تښتوونکو یوه غیرمسوله ډله وه."

د جوزجان امنیه قومندان دغه راز وویل؛ ګمان کیږي، چې تښتوونکي ډلې د دغو دوو کسانو پر سر د هغوی له شرکت څخه یوه اندازه پیسې هم اخيستي دي. خو د دغه شرکت مسوولین وایي؛ په دې اړه یې چاته پیسې نه دي ورکړي.