د "رشیا ټوډې" ټلویزیوني چینل په ارجنټاین کې خپلې خپرونې پیل کړې

د "رشیا ټوډې" ټلویزیوني چینل په ارجنتاین کې خپلې خپرونې پیل کړې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین ویلي؛ په هسپانوي ژبې د دې خپرونو پیل به د ارجنټاین له خلکو سره مرسته وکړي چې؛ روسيه لا ښه وپیژني.

ښاغلي پوټين Russia Today یوه پیاوړې او باوري سرچینه وبلله چې؛ کولی شي، د ارجنټاین خلکو ته دا معلومات ورکړي چې؛ په روسیه او نړۍ کې څه تیریږي.

ولسمشر پوټین هیله وښوده چې، دغه چینل به دواړه هیوادونه لا نور یو بل ته نژدې کړي.