د کونړ ولایت چارواکي وايي چې؛ په تیرو څلورویشتو ساعتونو یوځل بیاد پاکستان له خوا پردانګام ولسوالۍ ۵۶ توغندي لګیدلي دي.
د دې ولایت والي شجاع الملک جلاله آزادي راډیو ته وویل چې؛ په دغو راکټي حملو کې چاته د سرزیان نه دی اوښتی؛ خو عامو خلکو ته یې مالي تاوان اړولی دی.
د ښاغلي جلاله په وینا، د روان لمریز کال له پيله تراوسه د پاکستان له خوا نږدې اوه زره راکټونه د افغانستان په سرحدي سیمو راتوغول شوي دي.
پخوا تر دې داسې راپورونه خپاره شول؛ چې له امریکا سره د امنیتي سند له لاسلیک کېدو وروسته په سرحدي ولایتونو د پاکستان راکټې حملې کمې شوي؛ خو د کورنیو چارو وزارت روانه اونۍ دا خبره رد کړه.