د عراق په شمال کې داعش ډلې یوه پوځي هلیکوپټر راغورځولې

په بغداد کې چارواکي وایي، د اسلامي دولت وسله والو د عراق یو پوځي هلیکوپټر د هیواد په شمال، د بایجي د تیلو چاڼځای ته نږدې راغورځولې او دوه تنه پیلوټان یې وژل شوي دي.

په روانه اوونۍ کې دا دوهم هلیکوپټر دی چې د وسله والو له خوا راغورځول کیږي.

چارواکي وایي، وسله والو په امریکا کې دا جوړشوی Bell 407) ( ډوله هلیکوپټر نن د بایجي په شمال کې د توغندي ویشتونکي په واسطه چې په اوږه ایښودل کیږي؛ راوغورځاوه.

د اسلامي دولت وسله والو د اکتوبر په دریمه روسې ډوله Mi-35 باروړونکی هلیکوپتر هم د بایجې په شمال کې راغوځولی و، پیلوټ او د هغه مرستیال یې په کې وژلي وو.

د اسلامی دولت وسله والو په جون میاشت کې د عراق په لویدیځ او شمال کې د پراخو سیمو د نیولو پرمهال؛ بایجې هم له عراقي ځواکونو څخه نیولی و.

له بلي خوا، د اسلامي دولت وسله وال تیره شپه د امریکا په مشري ایتلاف د سختو بمباریو وروسته د سوریې له محاصره کړي شمالي ښار کوباني له ځینو برخو څخه ووتل.

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو څارونکي ډله وایي؛ د اسلامي دولت وسله وال نن هم د ترکیې پولې ته نږدې د کوباني ښار په ختیځو او جنوب ختیځو برخو کې په جګړو بوخت دي.

دا ډله وایي، د اسلامي دولت وسله وال په بشپړ ډول د ښار له لویدیځ څخه وتلي دي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي ستیفان میستورا په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې؛ د کوباني ښار له کردي ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره دي عاجل اقدام وکړي.

په ترکیه کي مظاهره کوونکو د حکومت په دي پریکړې چې؛ له کوباني ښار څخه دفاع نه کوي، له پولیسو سره نښتې کړي او لږ ترلږه ۱۴ تنه وژل شویدي.