روسي او قزاقستاني سمندري ځواکونو پوځي تمرینونه پیل کړي

د روسيې د سمندري بېړیو ډلې له قزاقستان سره يو ځای سمندري تمرينونه پيل کړل.

د روسيې د جنوبي پوځي حوزې مطبوعاتي خدماتو دفتر یوه اعلاميه خپره کړې ده چې؛ له مخې يې د داغستان او ګراد سوياژسک ("Grad Sviazhsk") په نامه روسي بېړيو او د قزاقستان او اورال (Oral) په نامه جنګي بېړيو يو ځای تمرينونه پيل کړل. د دې تمرينونو هدف د سمندري اقتصادي اسانتياوو ژغورنه ده.

روسي او قزاق جنګي بېړيو جلا او يو ځای تمرينونه کړي چې؛ په کې په اوبو کې دننه او په هوا کې د هدف ويشتل شامل دي.

د تمرينونو له پای ته رسېدو وروسته به د قزاقستان او روسيې جنګي بېړۍ؛ د ايران د انزلي بندر او وروسته د اذربايجان مرکز باکو ته ولاړي شي.

دا سمندري تمرينونه له هغه وروسته کيږي چې؛ تېره مياشت د کاسپين د پنځو هيوادونو مشرانو په روسيه کې سره وليدل. د ليدلو پر مهال دوی دا پرېکړه وکړه چې؛ د کاسپين پر سمندر به د هر ډول بهرنيو ځواکونو د اغېز مخه نيسي.