د پاکستاني طالبانو مشر له داعش ډلې سره د یوځای کېدو په اړه د خپل ویاند خبرې رد کړې

د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله د خپل یوه ویاند له هغو خبرو څخه ځان لري ساتي؛ چې وایي، تحریک طالبان پاکستان خپلو وسله والو ته امر کړی چې؛ د اسلامي خلافت د جوړولو په مقصد دې د اسلامي دولت له ډلې سره مرسته وکړي.

ملا فضل الله په یوه بیان کې د تحریک طالبان پاکستان د ویاند شاهدالله شاهد خبرې چې د یکشنبې په ورځ په خبرو رسنیو کی خپرې شوې وې؛ رد کړي دي.

شاهد په داسې حال کې دا اعلان کړی چې؛ د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهرې، سپټمبر میاشت کې د طالبانو پخوانی قوماندان "عاصم عمر" په جنوبي آسیا کې د القاعده شبکې د امیر په توګه اعلان کړ.

څیړونکي وایي، د اسلامي دولت وسله وال غواړي پاکستان ته لار پیدا کړي. خو د پاکستاني طالبانو مشران د اسلامي دولت په اړه له احتیاط نه کاراخلي او دا ځکه چې دا ډله زیاتې هیلې لري او له جنوبي آسیا سره یې زیات تړاو نشته.

تراوسه د اسلامي دولت له ډلې سره د القاعده شبکي او طالب قوماندانو د تړاو کوم ستر شواهد نه دي په ډاګه شوي.