داود: ولسمشر دې په کابینه او نور اساسي بنسټونوکې تغېرات راولي

د یوشمېر افغان سیاسي کارپوهانو په باور په دولتي جورښتونو امنیتي؛ عدالي او قضايي او نورو بنسټونو کې ژور او بنیادي تغیرات کولای شي؛ د ولسمشر د نويو قداماتو له پلې کېدو سره مرسته وکړي.

د سیاسي چارو څیړونکي حاجي سید داود ازادۍ راډیوته وویل؛ هغه کسان چې د حامد کرزي په حکومت کې په فساد کې ښکېل وو؛ په اساني سره نه شي اصلاح کېدای.

ښاغلي داود د ولسمشر وروستیو اقداماتو ته په نیک نظر ګوري؛ خو ټینګار کوي چې، ولسمشر احمدزی باید په کابېنه او نور اساسي بنسټونوکې کُلي تغېرات راولي:

"دوی ته په کار دي، هغه افغانان چې دوی په ریښتیا هم له تعلیم، ښې تجربې او شهرت نه برخمن وي؛ په دولتي جوړښتونو کې ځای پرځای کړي؛ د دوی په راتګ سره دفساد کچه راکمیږي؛ امنیت ورسره ښه کیږي، له وسله والو مخالفانو سره د سولې زمینه برابريږي؛ په دې سره په ټولیز ډول د افغانستان د ملي وحدت حکومت د خلکو او نړیوالو ملاتړ ترلاسه کوي."

له اداري فساد سره ټینګه مبارزه، له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند لاسلیک؛ د کابل بانک د دوسيې له سره څېړل؛ د وزیرانو، والیانو او سفیرانو سرپرست اعلانول؛ وسله وال مخالفین سیاسي بهیر ته رابلل؛ هغه کارونه دي، چې ولسمشر د خپل کار په لومړۍ اوونۍ کې وکړل.

د چارو د کارپوهانو په باور، که چېرې ولسمشر او د ملي وحدت د حکومت اجراییوي رییس د ښې حکومت دارۍ په برخه کې له خلکو سره کړې ژمنې عملي او په دولتي لوړو پوستونو مسلکي او وړ کسان وګماري، کولای شي، له ملت سربېره د نړیوالې ټولنې مرستې او پاملرنه هم راجلب کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې یوشمېر غړي؛ هیله څرګندوي چې، د ولسمشر خبرې او وروستي اقدامات باید د خبرو په بڼه پاتې نه شي او باید عملي جنبه ولري.

د دې جرګې دویم مرستیال رفیع الله ګل افغان ازادۍ راډیو ته وویل؛ باید ملت ته ثابته شي، چې د افغان سیاستوالو خبرې او عمل دواړه د هېواد د ملي ګټو هدف دي:

"دې ته په تمه یو، هغه څه یې چې ویلي یې دي، په ریښتیا ورباندې عمل وکړي او افغان ملت ته ثابته کړي چې؛ زموږ وینا او عمل دواړه یو دي، که خدای مه کړه، خبرې یواځې تر خبرو پاتې شي او موږ ونه شو کړای قانون تطبق کړو؛ بیا به داسې افغانستان ولرو چې؛ زموږ ملي ګټې ورکې خوندي نه وي."

بل خوا بیا ځینې کارپوهان په دې باور دي چې؛ نوی ولسمشر د قوانینو په تطبیق کې باید له ترحم او شفقت نه کار وانه خلي، کار اهل کار ته وسپاري او له هرډول معاملې څخه ډده وکړي.

هغوي ټینګار کوي چې، نوی حکومت باید تر ډېره په هېواد کې سولې ته کار وکړي او په دې اړه مشخصه او قوي ستراتیژي رامنځ ته کړي؛ ځکه د دوی په عقیده په هېواد کې له سولې پرته نه امنیت خوندي کېدای شي او نه هم د حکومت اساسي بنسټونه پیاوړي کېدای شي.

راپور: رحمت الله افغان