د جنوبي کوریا دفاع وزارت وایي، د شمالي او جنوبي کوریاو سمندري ګزمو نن لانجمنې ساحلې پولې ته نږدي یو پر بل ډزې وکړې.
د جنوبي کوریا دفاع وزارت وایي؛ د شمالي کوریا بیړیو له حدودو سرغړونه کړي ده.
د دې وزارت یوه ویاند وویل، دا پیښه له شمالي کوریا سره د ګډې پولې جزیرې "یون پیونګ" ته نږدي شوې او په دغه وخت کې د شمالي کوریا د سمندري ګزمې یوه بیړۍ د جنوبي کوریا اوبو ته داخله شوې وه.