امریکا: په ایبولا اخته ناروغ روغتیايي وضیعت ترپخوا بدتره شوی دی

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ایبولا په ناروغۍ د اخته لومړني تشخیص شوي ناروغ روغتیايي وضیعت د شنبې په ورځ ترپخوا بدتره شوی دی.

ټوماس ډونکن چې؛ په خپل پلرني هېواد لایبریا کې د ایبولا د ناروغۍ په وایرس اخته شوی د دالاس په روغتون کې له نوروجلا او قرنطین کې ساتل کیږي او هملته یې درملنه کیږي.

نوموړې تیره اونۍ هم روغتون ته تللی و، خو سره له دې چې ویلي یې وو د لایبریا له سفره راستون شوی، ډاکترانو په تیروتنه بیرته کور ته استولی و. چې وروسته په امبولانس کې روغتون ته ورسول شو.