جرمني وايي، چې د اوکراین په ختیځ کې یې جګړه ځپلو سیمو ته په بشري مرستو بارترسلو زیاتې لارۍ استولي دي.
د جرمني د اقتصادي همکارۍ وزیر ګیرد مولر په یوه بیانیه کې ویلي، ټاکل شوې ده چې دا کاروان به د اکټوبر د میاشتې په نیمايي کې د اوکراین ختیځ ته ورسیږي.
نوموړې وویل د مرستو په دې کاروان کې ګرځنده کورونه ، موقتې اشپزخانې ، مرکز ګرمي ، برقي جنراتورونه ، د اوبو او د سون د موادو د زیرمه کولو بوشکې ، ژمنۍ جامې او روغیتايي بستې شاملې دي.
مولر وویل، ددې بشري مرستو ارزښت شااو خوا دولس میلونه ډالره دی.
د پولینډ پولیس او اطفایه ددې مرستندویه کاروان ملتیا کوي.