احمدزى: وسلوال دې سولې ته غاړه کښېږدي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان جمهور رییس اشرف غني احمدزي نن په ارګ ماڼۍ کې د لوی اختر له لمانځه وروسته په ټولو وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې سولې ته غاړه کیږدي. ښاغلي احمدزي وویل د افغانستان د ستونزې د حل لپاره جګړه نه بلکې د خبرو بین الافغاني لار په کار ده.