یو شمېر ایراني ژورنالیستانو پرولسمشر حسن روحاني په ښکاره انتقاد وکړ

یو شمېر ایراني ژورنالیستانو د هېواد پر ولسمشر حسن روحاني له دې کبله په ښکاره انتقاد وکړ چې ویلي یې و په ایران کې خبریالان نه بندیانېږي.

روحاني دا خبره د سپټمبر په شپږویشتمه په نیویارک کې له سي این این تلویزیون سره په مرکه کې کړې وه.

ده ویلي و، باور نه لري چې کوم حوک دې په دې خاطر نیول شوی او بندي شوی وي چې ژورنالیست دی.

خو په یوه پرانستي لیک کې، چې ۱۳۵ خبریالانو او فعالانو لاسلیک کړی دی، ویل شوي چې د ایران ولسمشر له حقایقو انکار کوي.