امریکا: روسیه د اوربند سره سره لا هم روسي بیلتون غوښتونکو ته وسلې لیږي

متحده ایالاتو روسیه تورنه کړې چې په اوکرایین کې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ د اوربند سره سره لا هم روسي بیلتون غوښتونکو ته وسلې لیږي.

په اروپایې او اسیایې چاروکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله ویکتوریا نولاند پرون په واشنګټن کې د امریکا او مرکزي اروپا د ستراتیژۍ په غونډه کې دا خبرې کړي دي.

روسیه بیا په پرله پسې ډول په اوکرایین کې د یاغیانو په وسلو سمبالول ردوي.