د جرمني د دفاع وزیر ویلي د پیشمرګا ځواکونو روزنه په سمه توګه پر مخ روانه ده

د جرمني د دفاع وزیر ویلي د اسلامي دولت په نوم وسلوالې ډلې په وړاندې د جګړې لپاره د پیشمرګا ځواکونو روزنه په سمه توګه پر مخ روانه ده.

اورسلا ون دیرلیین پرون د کردي پیشمرګا ځواکونو د روزنې چارو د لیدو پرمهال زیاته کړه چې هېواد یې د وسلو او مهماتو په لیږل سره د اسلامي دولت ډلې په وړاندې مبارزې ملاتړ کوي.

نوموړي په هامیلبرګ کې د جرمني په یوه پوځي مرکز کې وویل:

ما ایربل ته د سفر پر مهال د پیشمرګا ځواکونه ډیر ښه منظم، ډیر فعال او قاطع ولیدل. دا د پام وړ ده چې ګورو په روانه اونۍ کې د پیشمرګا ځواکونو روزنه په څومره پیاوړتیا، سرعت او چمتو والي سره پرمخ ځي. موږ د اسلامي دولت ډلي په وړاندي د پیشمرګا ځواکونو جګړې د وسلو او مهماتو په لیږلو سره حمایه کوو. تر اوسه پوري د جرمني پوځ ۳۰۰ ټنه وسلې د عراق شمال ته لیږلي دي او د اکتوبر تر پایه به دغه اندازه نژدې اوه سوه ټنه ته ورسیږي.)

د جرمني د دفاع وزیردغه راز وویل، دا د لویدیځ له خوا د مډرنو وسلو لومړنۍ جوپه ده.

دی وایې، تراوسه پورې پیشمرګه ځواکونه د پخواني شوروي اتحاد په وسلو پر مخ تلل، خو زیاتوي چې اوس به هغوی ته مډرنه او عصري وسله ورکړل شي.