اسلم: افغانستان خپلواک دى، له نړۍ سره د هر ډول معاهدو کولو حق لري

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، افغانستان يو خپلواک هېواد دى او حق لري، چې د نړۍ له هېوادونو سره هر ډول تړون يا معاهدې لاسليک کړي.

پاکستان به په افغانستان کې د ثبات، سوکالۍ او همداشان د امنيت په ټينګښت کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دا څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې مېرمن تسنيم اسلم د پنجشنبې په ورځ په پايتخت اسلام اباد کې پخپلې اونيزې غونډې کې خبريالانو ته د وينا پر مهال وکړې. مېرمن اسلم همداراز زياته کړه:

"موږ په افغانستان کې په سوله ييز ډول د واک د لېږد هرکلى کوو او همداراز د ملي يووالي د حکومت د جوړوړلو له امله افغان مشرانو ته مبارکي ورکوو او هيله لرو، چې په افغانستان کې به په سوله ييز ډول له يوه ولسمشره بل ته د واک سپارل، دا هېواد د ثبات پر لور روان کړي.
د پاکستان لپاره د افغانستان ثبات و سوکالي تر هر څه مهم دي."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي، چې د سې شنبې په ورځ افغان حکومت د امريکا له متحده ايالاتو او همداراز له ناټو سره موافقې لاسليک کړې، څو یې ځواکونه له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پاته شي.

پاکستان د امريکا او افغانستان ترمنځ د امنيتي_دفاعي تړون د لاسلېکدا هرکلى تر هغې وروسته کړى‎‎، چې د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د پاکستان لپاره د امريکا سفير رچرډ ولسن د چهارشنبې په ورځ په لاهور کې له صدراعظم نواز شريف سره کتلي او په خپلمنځي اړيکيو سربېره يې ورسره د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي_دفاعي تړون د لاسلېکدا په اړه هم خبرې کړي او د امريکا سفير هغه ته ډاډ ورکړ ، چې په دې اړه به د پاکستان ملاحظاتو ته وړ ځواب ووايي.

خو د د پاکستان د سياسي او سيمه ييزو چارو يو شمېر کارپوهان بيا وايي، چې د افغانستان او د امريکا ترمنځ د دفاعي_امنيتي تړون د لاسلېکدو له امله دې د پاکستان په ګډون د دې هېواد نور ګاونډي هېوادونه بې ځايه اندېښنې نه کوي.

د پېښور پوهنتون د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر پروفيسر سرفراز خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې د افغان دولت او امريکا ترمنځ امنيتي تړون، پر افغانستان سربېره ددې هېواد د ګاونډيو هېوادونو او سيمې د ثبات لپاره ګټور دى:

"دا خو د افغانستان او د امريکې منځ کې د سلامتي لپاره او ددې لپاره معاهده ده، چې افغانستان کې دننه به څومره امنيتي قواوې پاتې کېږي، نو زما نه دى خيال چې هغې کې د پاکستان يا د افغانستان د بل کوم ګاونډي خلاف کومه خبره شته، بلکې افغانستان خپله يو خودمختار، ازاد ملک دى او هغوى دا خپل حق دى، چې هغوى چا سره هم معاهده کوي او څنګه معاهده کوي؟
دا د افغان ولس حق دى او پاکستان نور نور ګاونډي هېوادونه به د هغوى دا حق مني، ولې چې دا به د پاکستان لپاره هم ښه وي او د افغانستان لپاره به هم ښه وي."

د سرفراز خان په وينا، ددې تړون او د نړېوالو ځواکونو له مرستو له امله به په نزدې راتلونکي کې افغان پوځ غښتلى او په سيمه کې د ترورېزم د مخنيوي جوګه شي.
د يادونې وړ ده، چې په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز هم امنيتي تړون د افغانستان لپاره مهم بللى او وايي، چې افغانستان نه يوازې د خپلو ځواکونولپاره بلکې د هېواد د اقتصاد لپاره هم بهرنيو مرستو ته اړ دی، نوځکه امنيتي تړون د دې هېواد د اقتصادي حالت لپاره هم مهم دی.

راپور: ذبيح شفق