لوی اختر مو مبارک شه!
د ننۍ تاندې څانګې لومړۍ موضوع مو د نکريزو په اړه ده چې نن سبا نجونې کومې نکریزې کاروي او څه ډول نقشونه یا په اصطلاح ډيزاینونه یې خوښيږي.
له دې ذوقي موضوع وروسته د خندا او خوشالۍ په اروايي ګټو غږیږو او په دې هم غږیږو چې ولې ځینې کسان هغه ځوانان سپکوي چې ډیر طبیعتي، ټوقي یا خنده رويه وي او هغه ځوان دروند او سنګين بولي چې تندی یې تریو، غلی او صميمي نه وي؟
نکريزې که په ودونو کې ګډول کیږي، په منځ کې یې شمعې روښانول کیږي، د ناوې او ناوک ورغوي پرې سور کیږي نو په اخترونو کې یې هم پېغلې په لاسونو ږدي.د نجونو نو بیا د اختر شپه هم تر اختره کمه نه وي. خورلڼې سره کیني، ټوکې ټکالي کوي او یوې بلې ته لاسونه سره کوي، مسکا وايي:
خو په داسې ورځ نو هغه د چا خبره د هغو نجونو قدر ښه زیات وي چې ښه ښه او ډولي نقشونه یې زده وي، نجونې ترې چاپېره وي او دا یې په منځ کې.
د وخت په تېرېدو سره د ژوند ګڼو اړخونو تغیر کړی. پخوا به په ښار کې تولکي نکریزې خرڅېدې چې نجونو به لمدې کړې او ماښام ته به یې په لاسونو کېښودې خو اوس نري نري ټیوبونه او ډول ډول ښکلې ټاپې یا نقشونه په ښار کې موندل کیږي چې لا یې کار اسانه کړی دی او یو څوک پخپله هم کولی شي چې څنګه غواړي هغسې لاسونه سره کړي. دا پیغله مسکا وايي:
(زما نوم مسکا دی. زده کوونکې یم. له ډېرې خوشالۍ مو اختر او د اختر شپې ته شپې ورځې شمارلې. ځکه چې دا ختر په شپه ټولې ملګرې او ګاونډۍ سره کینو او په لاسونو نکریزې ږدو. پخوا خو تولکي نکریزې وې، لمدې به مو کړې او په لاسونو به مو کېښودې خو اوس د نکریزو ښایسته ښایسته قلمي ټيوبونه راوتلي، ډېر ښه نقشونه پرې جوړیږي. په اختر کې باید خفګانانو ایسته واچوو او خوشالۍ وکړو).
په نکریزو کې هم هغه هم خرما او هم ثواب والا کیسه شته. د لغمان اوسېدونکې ملاله د نکریزو په نقشونو کې خاص مهارت لري. له څو کلونو راهيسې د کلي، ګاونډ پیغلو ته لاسونه سره کوي او د اختر په ورځو کې یې ځکه لستوڼی غوړ وي چې ښې پېسې پېدا کوي، ملاله هم هغه پېغله ده چې په اختر کې له همدې لارې ښې پیسې پېدا کوی.
خندا او خوشالي د سړي عمر زیاتوي!
نکریزې عموماً د نجونو لپاره دي او اکثره یې هلکان نه ږدي خو ځینې خویندې شته چې د اختر په شپه په پټه چې کله یې ورور ویده شي، غلې ورشي او ورعوی ورباندې سور کړي. . سهار خو نو بیا اوبه له ورخه تېرې وي او د اختر د خوشالۍ له کبله خو نو بیا ورور خور ته کله هم څه نشي ویلی، ځکه چې په اخترونو کې خو دېښنه هم یوه بل ته مینې او ملګرتیا لاسونه ورکوي او خوشالي کوي.
خو زموږ په ټولنه کې چې څوک خنده رویه وي، ټوقې ټکالي کوي او له ملګرو سره خاندي نو په ښه سترګه نه ورته کتل کیږي، ولې؟ د دې ولې ځواب به له هغوی سره وي. دا پېغلې وايي:
(زه مسعوده یم، د تیمنیو یم. اختر د خوشالۍ او د خپلوانو د یو ځای کېدو ورځ ده. په دې ورځو کې باید خوشاله واوسو، پخپلو خپلوانو میلمانه شو او یا یې کوربانه شو. ځکه چې اختر خو هره ورځ نه وي. ما اوریدلي چې څوک خاندي او خوشالي کوي هغوی تر ډېره ځوان پآتې او تازه پاتې کیږي، باید ژوند په خندا تېر کړو او اختر سم د جشن غوندې ولمانځو.
(سجیه):
ما به د خپلو خورلڼو تر منځ ډیر خندل. نو هغوی به راته ویل چې ته ولې دومره ډېره خاندې. زموږ په ټولنه کې ځینو کسانو داسې فکر اخيستی چې که له یوه بل سره ټوکې ټکالې او خندا وکړو نو بد به ښکاره شو، نو ځکه دوی نور هم نه پریدي چې وخاندي او خوشاله واوسي. زموږ مشران هم هغو کسانو ته بدرد وايي چې خاندي، بې شرمه او بې حیا یې بولي.دوی فکر کوي چې د چا تندی تریو وي نو هغه ښه او دروند سړی دی. خو داسې نده.
لږ تر لږه د اختر په ورځو شپو کې خو باید وخت په خندا او خوشالۍ تېر شي).
د پکتیا اوسېدونکی فدامحمد د خپل یوه ملګري یادونه کوي چې ډیر خنده رویه او طبیعتي ځوان دی، دی به ددې لپاره ډېر لرې د هغه کور ته له ملګرو سره ورته چې څو شېبې یې په خوشالۍ تېرې شي.
لکه څنګه چې منډه د صحت لپاره ګټور ورزش دی تر دې څو چنده زیاته ګټه په خندلو کې ده. داسې څه ځوان روانشناس شرف الدین عظيمي وايي او وايي هغه کسان چې خپل احساسات څرګندوي ډېر کم له مغزي سکتې سره مخ کیږي او خندا هم یو احساس دی چې باید څرګند شي.
کله چې اسلام خندا او خوشالۍ ته په ارزښت قایل دی او موږ ته یې په کال کې دوه اخترونه راکړي، نو موږ ولې دا حق له چا واخلو؟ دا پوښتنه شرف الدین عظيمي د خپلو خبرو په پای کې وکړه.
په دې دعا چې له خوشالیو ډک ډیر اخترونه مو په نصیب شه، ننۍ تاندې څانګې پای ته رسیږي. دا خپرونه چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي، هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي او د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم تاندې څانګې اوریدلی او لوستلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
www.azadiradio.com
که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده: ShafaqN@rferl.org