د بلغاریا د مهماتو د تولید په یوه فابریکه کې چاودنې لږ تر لږه لس کسان ووژل

د بلغاریا د مهماتو د تولید په یوه فابریکه کې پرون په چاودنه کې لږ تر لږه لس کسان ووژل شول.

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې په چاودنه کې له فابریکې بهر درې ښځې ژوبل شوي دي.

چارواکي ویره لري چې د مړو شمېر به له دې زیات شي.

دا فابریکه چې د بلغاریا په شمال لویدیځ کې پرته ده، د چاودنې په مهال شپاړس کسان د فابریکې دننه و.

دغه فابریکه د ملکي استفادې لپاره چاودیدونکي وسایل تولیدوي او هم زاړه مهات له منځه وړي.