مېرکل: روسیه باید د اوکراین په ختیځ کې پر روسي پلوو له خپل نفوذه کار واخلي

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل وایي، روسیه باید د اوکراین په ختیځ کې پر روسي پلووله خپل نفوذه کار واخلي.

مېرکل دا څرګندونې د روسیې له ولسمشر ولادیمر پوتین سره پرون په ټیلفوني خبرو کې وکړې.

د جرمني د حکومت د یوه ویاند په حواله دواړو مشرانو په دې اړه چې تر اوسه هره ورځ په اوکراین کې تاوتریخوالی روان دي، اندیښنه څرګنده کړه.

مېرکل وویل، د اوکراین او روسیې پوله څارنې ته اړتیا لري او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان کولای شي په دې برخه کې لویه ونډه ولري.

هغې وویل، جرمني به په اوکراین کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د ماموریت ملاتړ ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چې دا سازمان کولای شي د دونیتڅک او لوهانسک په خوا اوشا سیمو کې په پلان شویو سیمه ییزو انتخاباتو کې مهم رول ولوبوي.