د پاکستان د صدراعظم نواز شریف جګپوړی سلاکار سرتاج عزیز وایی: له نوې افغان حکومت سره به اسلام اباد ښه اړیکي ولری.
سرتاج عزیز چې تازه له امریکا، اسلام اباد ته ستون شوی دی ازادی راډیو ته په یوې ځانګړې مرکه کې د دوه اړخیزو روابطو، پر سرحد د خندق د ایستلو، د افغانستان پر خاورې د توغندیو د لگیدلو او له امریکا سره د امنیتي تړون په ارتباط خبرې کړې دي.
فرشته نگاه له سرتاج عزیز څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې ده چې په کابل کې د ملي وحدت د حکومت په اړه اسلام اباد څه نظر لري؟
Your browser doesn’t support HTML5