د ملي وحدت د حکومت اجرایوي رییس ډاکټرعبدالله عبدالله نن رسمآ خپله دنده پیل کړه.
ولسمشراحمدزي په دې اړه جوړو شویو مراسموکې وویل چې، د حذف سیاست د ده په سیاسي فرهنګ کې نشته بلکې د یوبل منل دده او د ملت غوښتنه ده:
″د حذف سیاست باید زموږ په سیاسي فرهنګ کې ځای ونه لري.
د همپالنې،یو بل منلو او اصلاحاتو سیاست هغه مسایل دي چې زموږ خلک پرې ټول دي.
دا ملي اجماع به موږ انشالله په کلکه سیاسي اراده بدله کړو ترڅو په ګډه د افغانستان د هریوه ماشوم ، هرې ښځې او بوډۍ هیلې پورې کړو.″
عبدالله عبدالله هم نن په دغه غونډه کې د خبرو پرمهال وویل، چې د ملي وحدت حکومت په چوکاټ کې به د پوځي او ملکي برخو د اصلاح او ودې لپاره جدي هڅې وکړي.
ولسمشراشرف غني احمدزي او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله تیره دوشنبې د لوړې مراسم ترسره کړل.