د اوکراین په دونیڅک کې د بیلتون غوښتونکو ترکنټرول لاندې سیمه کې ۱۰تنه ووژل شول

د اوکراین له ختیځه رپوټونه وايي چې؛ نن په دونیڅک کې د بیلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې سیمه کې لس تنه ووژل شول.

د رپوټونو پراساس، لږترلږه درې تنه د یوه ښوونځي په انګړکې د مرمۍ په چاودنه کې ووژل شول.

یو شمېرکسان پر یوه کوچني موټرپه ډزوکې وژل شوي دي.

د بیلتون غوښتونکو وسله والو یوه قوماندان نن اسوشیتد پرس اژانس ته ویلي، چې د دونیڅک ښارد هوايي ډګرزیاته برخه یې هم نیولې ده .

د کییف د حکومت او بیلتون غوښتونکو ترمنځ د اوبند له موافقې راهیسې، د دونیڅک هوایي ډګر د جګړې یو عمده هدف دی.