د بوسنیايې سربانو پخواني مشر رادوان کراجیچ نن د ملګروملتونو په محکمه کې وروستۍ وار، له ځانه په دفاع کې وویل چې د ده محاکمه د ټولو سربانو محاکمه ده.
کراجیچ د سربانو د ادعا پر اساس، د بوسنیا د سرب جمهوریت ولسمشر و.
دی له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۵ [میلادي] کاله په بوسنیا کې د کورنۍ جګړې پر مهال په یولسو جرمونو تورن دی.
کراجیچ د ځان مدافع وکیل دی او پر ځان د جنګي جنایت ، د بشري ضد جرمونو او قتل عام تورونه رد کړي دي.
ردوان کراجیچ د نولس سوه پينځه نویم [میلادي] کال په دوبي کې د بوسنیا په سربرنیڅه ښارکې د اوه نیم زره مسلمانو نارینه وو د قتل عام تورهم رد کړی دی.
کراجیچ نن په هاګ کې د پخوانۍ یوګوسلاویا لپاره د ملګرو ملتونو محکمه یو اړخیزه وبلله او په وروستۍ دفاعیه کې یې وویل:
″دا د سربیا پرخلکو توردی.
حقیقت ما او څارنوالانو ته معلوم دی خو هغوي د محکمې د غولولو هڅې کوي.″