د ناروې د کارګرګوند پخوانی مشر ینزستولتنبرګ به د راسموسن پرځای کارپيلوي

د ناروې د کارګرګوند پخوانی مشر ینزستولتنبرګ به د ډنمارکي اندرس فوګ راسموسن پرځای په داسې حال کې کار پيلوي چې د ناټو تړون له افغانستانه د خپلو زیاتو ځواکونو ایستلو ته تیاري نیسي او په اوکراین کې د بحران له امله له روسیې سره جنجال لري.

ینزستولتنبرګ اته کاله د ناروې صدراعظم وو، چې د حکومت په دوره کې یې، ناروې د ناټو ترقومانده لاندې افغانستان ته عسکر واستول او په لیبیا کې یې د ناټو هوايي ماموریت ته الوتکې ورکړې.

سره له دې چې روسیې تل داسې تورونه رد کړی، د ناټو نوي عمومي منشي ویلي چې په اوکراین کې د روسیې پوځي مداخله نه شي منل کیدلای.