ولسي جرګې د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک په اړه دوه ډوله غبرګون څرګند کړی

د افغانستان ولسي جرګې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیکېدو په اړه دوه ډوله غبرګون څرګند کړی دی.

د دغې جرګې یو شمېرغړو نن په عمومي غونډه کې پریاد تړون بحثونه وکړل او هغه یې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره مهم وباله خو یو شمېر نورو یې مخالفت وکړ.

د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون پرون د جمهوررییس احمدزي د ملي امنیت د سلاکارحنیف اتمراوپه کابل کې د امریکا د سفیرجیمزکننګهم له خوا لاسلیک شو.

د امریکا ولسمشربارک اوباما هم ویلي چې؛ د دواړوهېوادونو ترمنځ دغه امنیتي سند به په افغانستان کې د اوږدمهالې امنیت په راوستلوکې مرسته وکړي.

د یاد سند له مخې به نږدې لس زره امریکایې پوځیان له دوه زره او څوارلسم میلادي کال وروسته په افغانستان کې پاته شي.