ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کرې ډیر ژرافغانستان ته سفر وکړي.
د جمهوري ریاست د ویاند دفترپه یوه بیان کې وایې چې، نوموړي تیر ماښام له ولسمشراشرف غني احمدزي سره په دې اړه ټيلیفوني خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د واک د سوله ییز لیږد په خاطر ده ته مبارکي وویله.
د بیان له مخې، ښاغلي کري په خپلو خبرو کې دغه راز د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک له امله مننه وکړه.
خو په دغه بیان کې په دې اړه جزییات نه دي ورکړل شوي چې دی به افغانستان ته په خپل سفرکې پرکومو مهمو مسایلو له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.
د یوه بل خبرله مخې د ملګروملتونو عمومي منشي بان کې مون هم تیرماښام له ولسمشراحمدزي سره په ټیلیفوني خبروکې نوموړي ته مبارکي ویلې او له افغانستان سره یې د یاد سازمان د همکاریو او مرستو د دوام ډاډ ورکړی.