ولسمشر اوباما د اسراییل له صدراعظم بینامین نتانیاهو سره ګوري

د امریکا ولسمشربارک اوباما نن په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل له صدراعظم بینامین نتانیاهو سره ګوري.

دواړه لوري پرهغو ممکنو خطرونو خبرې کوي چې د اسلامي دولت په نوم د وسله والو ډلې، د ایران اټمي پروګرام او د اسراییل او فلسطین د سولې د بهیر ټکني کېدو پيدا کړي دي.

د اسراییل صدراعظم پرون د ملګروملتوامنیت شورا ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې؛ د ایران اټمي وسلې ترهغو افراطي وسله والو زیات خطرلري چې د ده په وینا، په پيک اپ موټرو کې ګرزي.

نتانیاهو وویل، د حماس پرضد د اسراییل او د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې پرضد د امریکا مبارزه ګډ هدف لري او هغه اسلامي افراطیت ته ماتې ورکول دي.

نتانیاهو د اسراییل او فلسطین ترمنځ د سولې د پروګرام په اړه وویل، چې د [تاریخي جوړجاړي] ملاتړکوي خو نورجزیات یې نه دي ورکړي.