ولسمشراحمدزی: ډیرې ورځنۍ هڅې به د امنیت د ټینګښت په برخه کې متمرکزې کړي

ولسمشراشرف غني احمدزی وايي، خپلې ډیرې ورځنۍ هڅې به د امنیت د ټینګښت په برخه کې متمرکزې کړي.

نوموړې چې د خپل کارد پیل په دویمه ورځ یې د ویډیو کانفرانس له لارې د افغانستان د ملي اردو د ساحوي قل اردوګانو له قومندانو سره خبرې کولې وویل، د افغانستان د ولسمشراو د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندان په توګه به د امنیتي ځواکونو د هرغړي جدي دفاع اوساتنه وکړي.

له ارګه یوه خپره شوې خبر پاڼه وايي، په دې ویډیو کنفرانس کې پریکړه وشوه چې یو پلاوی به د هلمند د ولایت امنیتي او اوپراتیفي وضیعت څیړي او په یوه اونۍ کې به ولسمشرته د وضیعت د ښه کېدو په اړه په یو راپورکې خپل وړاندیزونه سپاري.

په دې پلاوي کې د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو، ملي امنیت د ریاست او د چارو د ادارې د ریاست لوړ پوړي استازي شامل دي.

د ولسمشرد ویندوې دفتر وايي، په همدې ورځ ولسمشراشرف غني احمدزي، د ولسمشرد لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د وسلوالو ځواکونو له لوی درستیز شیرمحمد کریمي په ګډون په یوه غونډه کې د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ د دفتر د رامنځ ته کولو پر اړتیا هم خبرې کړي دي.