چارواکې وايي، چې وسله والومخالفینو د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا منشي او قومي مشرمیرزامحمد وژلی دی.
د پکتیا د امنیې قومندانۍ یوه مسوول د نوم نه ښودلو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه قومي مشرتیر شپه وژل شوي دی.
نوموړی زیاته کړه، وژل شوی قومي مشرپه تیروانتخاباتو کې په سیدکرم ولسوالۍ کې ډاکتراشرف غني د انتخاباتي کمپاین مسوول وو،
تر دا مهاله د یاد قومي مشر د وژل کېدو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخستی.
د یوبل خبرله مخې تیره شپه وسله والو طالبانو د همدې ولایت په احمد اباد ولسوالۍ کې درې غله په دار ځلولي.